16 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دوه غلا کړاى شوي موټرونه ترلاسه شول

دوه غلا کړاى شوي موټرونه ترلاسه شول

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر د بغلان پوليسو دوه تنه پرون...

جمهورريیس غني د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  باختر د ثور نهه ويشتمه :
په افغانستان کې ديو لړ پوځي عملياتو په بهير کې دطالبانو په ډلې او دحقاني په شبکې پورې اړوند پنځلس تنه ووژل شول .
په دغو عملياتو کې په دغو تروريستي ډلو پورې اړوند دري ويشت تنه نيول شوي دي .
ويل کيږي چې په وژل شويو اونيول شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو د ډلې اودحقاني دشبکې پنځه تنه قوماندانان او دتروريستي بريدونو دوه تنه مرستندويان هم شامل دي .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغو جګړه مارانو دقندهار ، هلمند ، ارزګان ، زابل ، غزني ، لوګر ، پکتيکا او دنورستان دولايتونو  په  مربوطاتو کې  دافغان پوځيانو او دبهرنيو ځواکونوله خوابريد وشو او يو شمير يې ووژل شول او يو شمير نوريې ونيول شول .
ناټو وايي چې دطالبانو د ډلې په دغو دوو قوماندانانو او دحقاني دشبکې په يو قوماندان کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو دپلان جوړولو نيت درلود ددوي په پټنځي  کې بريد وشو اوووژل شول .
دناټو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغو قوماندانانو په خپلو سيمو کې  دحقاني په شبکې او دطالبانو په ډلې پورې دځينواړوندو تروريستي ډلو درهبري مسووليت په غاړه درلود .
په خبرپاڼه کې ددغو پوځي عملياتوپه بهير کې افغان پوځيانواو دناټو ځواکونو اوملکي وګړو ته دسردرسيدلو زيانونو په باب څه نه دى ويل شوى .

-کابل  باختر د ثور نهه ويشتمه :
دوه تنه دکلاشينکوف له لسګونو بکسيو ګوليوسره دکابل _  جلال آباد په لويه لاره کې ونيول شول .
دغه کسان چې ويل کيږي په خپلو کې ورونه دي نن غرمه دسره رود ولسوالۍ اړوند دسرخ آب پله په سيمه کې ونيول شول چې غوښتل يې دکلاشينکوف په لسګونو بکسې ګولۍ نامعلوم ځاى ته وليږدوي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې دغو دوو ورونو دکلاشينکوف ګولۍ په مهارت سره په يو کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړې وې .
  دمشرقي وال دڅرګندونو له مخې، له دغوکسانوڅخه دکلاشينکوف  شپږ زره ګولۍ ترلاسه شوي دي .
  تراوسه پورې دانه ده روښانه شوې چې دغو کسانو دجنګي وسايلو قاچاق کاوه اويا يې کومي تروريستي ډلې ته کار کاوه .
دننګرهار دپوليسو ويندوى وايي چې له دغوکسانو  څخه تحقيقات پيل شوي دي .

کابل  باختر د ثور نهه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دملي امنيت  دشورا غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه .
دجمهوررييس دويندوى دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې غونډۀکې دهيواد دامنيتي حالاتو او دقاضيانو او څارنوالانو دامنيت دتامينولو دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول .
په پيل کې دکورنيوچارووزير ستر پاسوال مجتبي پتنګ  دقاضيانو او څارنوالانو دامنيت دتامينولو دڅرنګوالي په باب غونډې  ته رپوټ  وړاندى کړل اوزياته يې کړه چې په همدې مقصد پخوا دملي امنيت دشورا له لارښوونې سره سم دکورنيو چارووزارت په چوکاټ کې يوه محافظتي  قطعه جوړه شوې ده . او دهيواد په بيلابيلو ولايتونوکې دملي پوليسو له خوا امنيت تامنيږي  چې دغه بهير دوام لري او په هغو ولايتونو او ولسواليو کې چې امنيتي ستونزې شته ددغې ستونزې دلري کولو په باب اقدامات ترلاس لاندې نيول شوي دي .
دملي امنيت شورا دکورنيو چارووزارت ته  دنده وسپارله چې په نا امنو ولسواليو کې دښې  حکومتوالى په مقصد دې ، دقاضيانو او څارنوالانو کاري زمينې برابرې کړي .
وروسته دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي  د پنځو انتونوف ( ٧٤ ډوله ترانسپورتي  الوتکو دپيرودنې په برخه کې ددغه وزارت داړتيا په اړوندغونډې ته معلومات وړاندى کړل .
  دملي امنيت شورا دماليې وزارت ته دنده وسپارله چې ددغې اړتيا دلري کولو لپاره دې دافغانستان ددولت له بودجې څخه سل مليونه ډالره تدارک اودملي دفاع وزارت په واک کې دى ورکړي .
وروسته دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا  دملي دفاع او دکورنيو چارووزيرانو او دملي امنيت دلوى رياست سرپرست دافغانستان امنيتي ځواکونو ته دامريکا  دوسله والو مليشو دليږدونې په باب غونډې ته رپوټ وړاندى کړل .
دوړاندى شوى رپوټ له مخې، دوه سوه نوي تنه د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې دملي امنيت دلوى رياست په تشکيلاتو کې شامل شوي دي او لازم تدبيرونه نيول شوي دي چې دهغوى دليږدونې بهير دقندهار ، کابل ، ننګرهار ، کونړ او دخوست په ولايتونوکې هم پيل شي .
دغونډې په پاى کې دننګرهار ولايت دګوشتې ولسوالۍ داوسيدونکو ستونزې  دمومندو  دقوم دمشرانوله خوا غونډې ته وړاندى شوې .
دولسي جرګې غړى فريدون خان مومند دنورو په استازيتوب  دهيواد  دپولو ددفاع لپاره دتياري او پيوستون دڅرګندولو په ترڅ کې دمومندو دقوم دخلکو سيمه ئيزې ستونزې غونډې ته طرحه کړې .
دملي امنيت شورا دهغوى  دسيمه ئيزو ستونزو دحل کولو په لاره کې اړوندو ادارو ته لارښوونې صادرې کړې چې په دى اړوند دې يوه عمراني طرحه  برابره کړي او دملي امنيت شورا ته دې وړاندى کړي .

کابل\باختر\ د ثور٢٩
دملي اردو منسو بينو نن د هلمند ولايت په مربو طاتو کې دچاڼيزو عمليا تو په بهير کې درې تنه وسله وال مخالفين ونيول او نهه ماينونه يې کشف اوشنډ کړل.
د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دغه عمليات د هلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول  او نهه ماينونه کشف اوشنډ کړاي شول .
دغه راز د ملي اردو منسوبينو دپکتيا ولايت دمرکز ګرديز په مربوطاتو کې د عملياتو په ترسره کولو سره پنځه تنه وسله وال مخالف ونيول او يوه اندا زه وسله يې ترلاسه کړه .
ديو بل خبر له مخې، نن سهار دوسله والو مخالفينو له خوا دښخ کړاي شوي ماين د چاودنې له ا مله د ملي اردو يو منسو ب شهيد شو.
وسله والو مخالفينو د زابل ولايت د ميزان ولسوالۍ دزروا د کلي په مر بو طاتو کې يو ماين ښخ کړى وو چې د ملي اردو دګزمې په وخت کې و چاوديد او له ا مله يې د ملي اردو يو منسو ب شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.

کابل\باختر\ د ثور٢٩
دبادغيس ولايت دنرس قابله ګى له انستيتوت څخه ٢٤ تنو ښځو اونجونو دفراغت سندو نه ترلاسه کړل.
په هغو مراسمو کې چې له همدې ا مله د بادغيس ولايت د عا مې رو غتيا رياست په تالار کې پرځاى شوى وو ددغه ولايت والي احمد اله عليزي ددغونرس قابلو فراغت ،ميندو اونويو زيږيدلو ماشومانو ته د رو غتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې يو اغيزمن ګام و باله او له هغوى څخه يې وغو ښتل هغه څه يې چې په دې روزنيزه دوره کې زده کړي دي د ميندو اودنويو زيږيدلو ماشو ما نو دستو نزو د حل کولو په لاره کې وکاروي .
په دغو مراسمو کې دبادغيس ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالفريد طارق وويل، دا ددغه ولايت د نرس قابلګي له انستيتوت څخه د نرس قابلو دفراغت څلورمه دوره ده اودغه نرس قابلې په لرو پرتو سيمو کې په دندو ګومارل کيږي .
په بادغيس ولايت کې د نرس قابلګي انستيتوت په ١٣٨٠ کال کې جوړ شوى دى او تر اوسه پورې نوي تنه نرس قابلې يې روزلي دي .

کابل\باختر\ د ثور٢٩
دهيواد په ځينو ولايتونو کې پرون په واټونو کې دښخ کړاي شويو ماينونو د چاودنو له ا مله د ملي اردو څلورتنه منسو بين شهيدان او اوو تنه نورټپيان شول، دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ:
وسله والو مخالفينو د فراه ،پکتيا ،کاپيسا ،لوګر ،غزني اودقند هارد ولايتونو په مربوطاتو کې يو شميرماينونه ښخ کړي وو چې دغه ماينونه دملي اردو د منسوبينو د امنيتي ګزمې په بهير کې وچاوديدل او له ا مله يې دملي اردو څلورتنه منسو بين شهيدان او اووه تنه نور يې ټپيان شول.
ديو بل خبر له مخې، د زابل ولايت په مربوطاتو کې نن د ملي اردو د منسو بينو د امنيتي فعاليتونو په بهير کې يو وسله وال مخالف ووژل شو ، يو تن بل ټپي او يو قو ماندان ونيول شو.
دغه فعاليتونه د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې يو وسله وال مخالف ووژل شو ، يو تن ټپي او يو قوماندان له څلويشتو بطريو،يو ماين اودوو موټرسايکلونو سره نيول شوى دى.
دغه راز دقند هار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو د منسوبينو په فعاليت کې دوه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول ،څلورماينونه کشف او دوه موټر سايکلونه ترلاسه شول .

کابل\باختر\ د ثور٢٩
په قندهار ولايت کې مقامات وايي هغه چاودنې چې د تيرې جمعې په ماښام په قندهار ښار کې وشوې د کويټې شورا له خوا طرحه شوې وې.
ويل کيږي چې دغه چاودنې د عينو مينې په ښار ګوټي کې د خلکو په تفريح ځاى کې وشوې چې له ا مله يې پنځه تنه شهيدان او شپيته تنه نور ټپيان شول.
دقندهارد والي ويندوى جاويد فيصل باخترا ژانس ته وويل، دغه پيښې د وسله والو طالبانو دډلې له خوا دښخ کړاي شويو بمونو د چاودنې زيږنده دي
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق وايي په دې اړوند داسي اطلاعات په لاس کې لري چې دغه چاودنې دکويټى شورا له خوا نږدې دوه مياشتې مخکې طرحه شوې وې خو درې ځلې دامنيتي ځواکونو له خوا د هغو د اجرا کولو مخه نيول شوې وه
دقند هار ولايت مقاماتو ويلي دي چې ددغو چاودنو هدف د خلکو ترمنځ دويرې اوډار دفضا برابرول وو .

کابل\باختر\ د ثور٢٩
١٤ تنه افغان بنديان چې د تا جکستان په توقيف خونو کې يې شپې سباکولې دثور د مياشتې ٢٦ نيټه دپنجشنبې په ورځ افغان مقاماتو ته وسپارل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ :
دغه بنديان چې د بيلا بيلو جرمونو په تور د تاجکستان جمهوريت په جيلونو کې بنديان و دبنديانو د تبادلې په باب د افغانستان داسلامي جمهوريت اود تاجکستان جمهوريت ترمنځ ددوه اړخيز موافقه ليک له مخې په داسې حال کې چې په دوشنبه کې  د افغانستان د سفارت دقونسلي څانګې مسول هم حاضر و،ددواړو هيوادونو ترمنځ پوله کې د افغانستان د اسلا مي جمهوريت د عدليې وزارت استا زي ته وسپارل شول.
د مجرمينو او بنديانو د استرداد د هغه موافقه ليک له مخې چې په ١٣٨٥ کال کې ددواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شوي دي تر اوسه پورې ٢٩ تنه افغان بنديان او اته تنه تاجک بنديان په دوو پړاونو کې تبادله شوي دي چې دخپل بند پاتې ورځې دخپلو هيوادو نو په جيلو نو کې تيروي .

کابل\باختر\ د ثور٢٩
دعا مې روغتيا وزيره ډا کتره ثريادليل نن له کا بل څخه سويس ته روانه شوه.
سويس دروغتيا د٦٦ نړيوالي غونډې کوربه دى چې دروان کال دثور د مياشتې له ديرشمې نيټې څخه دغبرګولي د مياشتې تراوومې نيټې پورې په ژنيو کې جوړيږي
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د باخترا ژانس دخبرله مخې، په دې نړيواله غونډه کې د نړۍ په روغتيايي سازمان کې داصلاحاتو ،د نويو غړو دشموليت ، زريزو پرمختيايي هدفونو ته درسيدو دڅرنګوالي دڅيړنې ، دنړيوالو روغتيا ي مقرراتو د تطبيق ،دساري اوغير ساري ناروغيو دمخنيوي او په نړيوالى رو غتيا پورې د اړوندو مسئلو په باب خبرې کيږي .

کابل\باختر\ د ثور٢٩
دارزګان ولايت پوليس وايي چې له دوو تنو ځانمرګو بريدکوونکو سره يې  په چاوديدونکو توکو بار يو موټر له منځه وړى دى .
دغه پيښه پرون مازيګر د ارزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوه .
دترينکوټ ښارددويمې امنيتي حوزې ا مر دويم څارن ګل اغا باخترا ژانس ته وويل : څلور ورځې مخکې يې ددغه موټر په باب اطلاعات تر لاسه کړي وو او ددغه موټر چلوونکى ته کله چې له قندهارولايت څخه د ارزګان ولايت د مرکز په لور روان و د ترينکوټ ښار په ګرما ساحه کې دپوليسو له خوا ددريدو امر وشو خو چلوونکي يې د پوليسو د لارښوونې پروا ونه کړه او غو ښتل يې چې په ګړنديتو ب سره له سا حې څخه تير شي چې دپوليسو له خوا پرې ډزې وشوې او موټر وچاوديد .
دده دڅرګند ونو له مخې، په دې پيښه کې په موټر چلوونکي سربيره يو تن بل هم و چې دوا ړه له منځه لاړل.
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې موټر کې په لسګو نو کيلو ګرا مه چاوديدونکي توکي ، وسلې او مهمات ځاى پرځاى کړي شوي وو .