16 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دوه غلا کړاى شوي موټرونه ترلاسه شول

دوه غلا کړاى شوي موټرونه ترلاسه شول

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر د بغلان پوليسو دوه تنه پرون...

جمهورريیس غني د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرهنگی

کابل/ د ليندۍ ٦مه/باختر
د هرات د سولې هنري کاروان چې څه موده مخکې د سولې غوښتنې غږ د پورته کولو په موخه ترکمنستان ته تللي وو، د لومړي مقام په ګټلو او ډک لاس سره هرات ته راستانه شول.
د تياتر په دغه نړيوال جشن کې چې د نورو هېوادونو هنرمندانو هم ګډون کړى و.
د هرات د تياتر برخې  يوشمېر مخکښو هنرمندانو  د ( راز  خاموش)  په نامه د سولې غوښتنې ننداره اجرا کړه. 
د افغانستان، امريکا، ايټاليا، قزاقستان، ازبکستان، ترکيې، تاجکستان، ايران او د اوکراين هنرمندانو په دغه جشن کې د خپلو نمايشاتو د اجرا کولو په خاطر ګډون کړى و.
دهرات دتياتر هنرمندانو په جشن کې لومړي مقام وګاټه او له تود هرکلي سره مخ شول.
مخکې له دې په هند او ايران کې هم دوه جشنونه هم جوړ شوي وو او د هرات د تياتر  هنرمندانو په پکې ګډون کړى و.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تياتر مدير او د هرات د سولې د هنري کاروان سرپرست فريدون فکوري وايي چې د دغه ولايت د تياترهنرمندانو وکولاى شول په نړيوال جشن کې د خپلو ښکلو او له محتوا ډکو نندارو په اجرا کولو سره د افغانستان  درې رنګه بيرغ د نورو هېوادونو له بيرغونو څخه په لوړ مقام کې ورپوي.
فکوري له خپل دغه سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې دوى له خپلو تجربو څخه په استفادې سره وکولاى شول د افغانستان دخلکو فرهنګ، هنر، ادبيات او انديشې  د تياتر د نندارې په چوکاټ کې نړيوالو ته وښيي.
د يادونې وړ ده چې مخکې له دې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دتياتر هنرمندانو د هېواد په مرکز او ولايتونوکې هم د سوله غوښتنې له محتوا ډکې نندارې اجرا کړې وې او د سولې غږ يې اوچت کړى و.
پاى\ج\ ذ

کابل/ د ليندۍ ٦مه/باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د فرهنګ او هنر د کارکوونکو ملاتړ او د هنرمندانو او فرهنګيانو د کورنيو د ژوندانه ښه والي ته پاملرنه د سيمه ييزې ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه وبلله. 
د هرات والي د سيمه ييز سندرغاړي او د هېواد د سينما او تياتر د سابقه لرونکي هنرمند ارواښاد استاد محمد قاسم مسرورله کورنۍ سره په کتنه کې د ارواښاد هنرمند کارونه او خدمتونه تلپاتې وبلل او د جمهوري رياست نغدي مرسته يې د هغوې کورنۍ ته ورکړه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د ارواښاد استاد مسرور د کورنۍ د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ. 
استاد محمد قاسم مسرور د هېواد له محبوبو هنرمندانو څخه و چې څه موده مخکې په هرات کې وفات شو.
پاى\ج\ ذ

کابل/دلیندۍ۵مه/باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې تاریخي آثار د ټولنې د تاریخ پاڼې دي، که چېرته د یوې ټولنې تاریخي آثار ساتل شوي وي، نو د تاریخ پاڼې یې بشپړې، خو په نشتون کې یې د  تاریخ پاڼې هم نیمګړې دي.
لرغون پوهان وايي: هر هغه توکی چې انسان په یوه ټاکلي وخت کې د وسیلې، وسلې او یا بل څه په توګه کارولی وي تاریخي اثر ګڼل کېږي.
دوی  وايي: په هره اندازه چې په یوه ټولنه کې تاریخي آثار ساتل شوي وي، همغومره د هغې ټولنې د تمدن استازیتوب کوي.
افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې، قدم په قدم پکې لرغوني اثار تر سترګو کېږي، خو په هېواد کې جنګ جګړې د سلګونو تاریخي آبداتو د ویجاړېدو او د زرګونو تاریخي اثارو د لوټ کېدو لامل شوې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې که څه هم د تاریخي آبداتو د بیا رغونې او د تالا شویو آثارو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې هڅې پیل کړي، خو لا هم نه دي بریالي شوي چې ټولې تاریخي آبدې بیا ورغوي.
د طلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري له باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په هېواد کې له لسو زرو زیاتې تاریخي آبدې شتون لري چې ۵ زره یې په نقشه کې ښودل شوي دي.
هغه زیاتوي چې د هېواد تاریخي آثار او آبدات له نورو هېوادونو ډېر متنوع دي، خو د امکاناتو د نشتون له امله په هغه ډول چې اړتیا ده، نندارې ته نه دي وړاندې شوي.
پوهاند باوري وايي چې په هېواد کې د جګړو له امله زیات شمېر تاریخي آثار او آبدې ویجاړې شوې، خو هڅې مو پيل کړي چې بیا ورغول شي.
هغه زیاتوي چې اوسمهال د افغانستان په ملي موزیم کې له ۵۰۰ زیات تاریخي آثار تر ترمیم لاندې دي چې په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او نندارې ته به وړاندې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي چې په هېواد کې له ۶۰ کلونو وړاندې کېندنې او سپړنې شوې دي، خو له هغې وروسته بیا په دغه برخه کې کوم څه نه دي شوي.
خو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اوږد ځنډ وروسته بیا ځل توانېدلی چې کېندنې او سپړنې پیل کړي.
هغه زیاتوي چې په نویو سپړنو کې د کاپیسا په خم زرګر کې د ګریکو بودیک دورې یو تخت موندل شوی چې د دوو زمریو په مټ کشول کېږي.
پوهاند باوري وايي چې په یاد اثر کې باید ساقا نومي پر تخت ناست وی، خو ساقا نومي یې ورک او تخت یې په نویو سپړنو کې موندل شوی دی.
د فرهنګ او هنر معین وايي چې په ۱۴ کلونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۷۰ تاریخي آبدې رغول شوي، خو په تېرو درېیو کلونو کې د بیارغونې چارې چټکې شوې او ۴۸ آبدې رغول شوي دي.
پوهاند باوري زیاتوي چې د بیارغونې په برخه کې یې یواځې په داخلي متخصصینو بسنه نه ده کړې، بلکې له بهرنیو هېوادونو یې هم مرسته غوښتې او هغوی هم خپله همکاري پیل کړې ده.
باوري وايي چې د تاریخي آثارو او آبداتو د ساتنې په برخه کې هم لاس تر زنې نه دی ناست ، بلکې له یو شمېر وزارتونو سره یې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، چې دغه وزارتونه د خپلو شوراګانو له لارې د تاریخي اثارو په ساتنه کې مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي پر خلکو غږ وکړ چې د تاریخي آثارو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي، ځکه چې تاریخي آثار د یوې ټولنې د وګړو د هویت په څېر دي، خو که له لاسه یې ورکړي بې هویته کېږي.
ا فغانستان چې د تاریخي آبداتو او اثارو په برخه کې یو له غني هېوادونو څخه شمېرل کېږي په وروستیو څلورو لسیزو کې یې زیات شمېر تاریخي اثار تالا شوي او نورو هېوادونو ته وړل شوي دي چې د چارواکو په وینا د یو شمېر اثارو څرک ورته معلوم دی چې د بېرته راوړلو لپاره یې هڅې پيل شوي دي، خو د زرګونو نورو تالا شویو اثارو څرک لا هم نه دی معلوم چې کومو ځایونو ته قاچاق شوي دي.
پای/وصال

 

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دقلم شکسته دخطاطۍ  اثارو نندارتون پرون دبرادران پيکان دخطاطۍ دهنري اثارو دبنسټ له خوا په ملي نګارستان کې جوړشو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې نندارتون کې دبرادران  پيکان دخطاطۍ  څه دپاسه دوه سوه اثاره نندارې ته وړاندې شوې دي .
ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنکي چاروسلاکار طارق رشاد دخوشنويسۍ  او دخط دبېلابېلو ډولونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې افغانستان دخوشنويسۍ  هنر دپيداېښت  ځاى دى .
په دې مراسمو کې دبرادران پيکان دهنري اثارو دبنسټ مسوول منير پيکان خبرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دغه هنر ته  پاملرنه وکړي او له اطلاعاتواوفرهنګ وزارت څخه  يې ددغه نندارتون په جوړولو کې دهمکارۍ له امله قدرداني وکړه .
وروسته دميمنګي هنرستان رييس محمدهاشم شارق اودملي نګارستان آمرې صابرې  رحماني دموضوع په باب خبرې وکړې او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته يې د برادران پيکان دبنسټ  له خوا ددوه خطاطۍ  اثارو دورکولو په خاطر مننه وکړه دغه نندارتون د دريو ورځو  لپاره دمينه والو پرمخ پرانستې دى .
ختم_ج _اکرم