دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر :
دجوزجان ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست نن په  ٥٠ بڼوالو دبڼوالۍ وسايل وويشل.
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ په دغو وسايلو کې زينه ، لاسي کراچۍ ، ددرملو شيندلووسايل ، بياطي  او دبڼوالۍ نور ضروري وسايل شته  چې دفيض آباد ،  خواجه دوکو  اوخانقا دولسواليو  او دشبرغان ښار په بڼوالو وويشل شول.
دجوزجان دکرنې رييس وايي  چې دغه وسايل داقليم له امله د خطرونو دکمښت دپروژې له لارې دبڼوالو دملاتړ او دبڼوالۍ دپراختيا په مقصد  چمتو شوي دي.
ويل کېږي پخوا هم ددغه ولايت په يوشمېر بزګرانو او مالدارانو داړتيا وړ وسايل ويشل شوي وو.پاى \  ذ \

back to top