17 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې د کرونا ويروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې د کرونا ويروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر په وروستيو کې په ټوليزو رسنيو...

حسينې ساپۍ د هېواد د روښان زړي ليکوال او شاعر فرهنګي فعاليتونه وستايل

حسينې ساپۍ د هېواد د روښان زړي ليکوال او شاعر فرهنګي فعاليتونه وستايل

کابل/ د سلواغې ٢٧مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځه طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د مرغومي ٢٨مه/باختر
د طالبانو یو قوماندان له څلورو ملګرو سره يې په ننګرهارکې د پوځیانو په برید کې ووژل شو.
په برید کې چې د هېواد د هوايي قواوو په ملاټر ترسره شو، د طالبانو څلور مرکزونو ويجاړ شول.
دغه مرکزونه د خوږیاڼي ولسوالۍ بازارته څېرمه موقعیت درلود.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې پوځیانو په عملیاتو کې د طالبانو څلورمرکزونه له ټولوجنګي وسایلو سره يې له ويجاړ کړل .
هغه تاييد کړ چې د ملي امنیت د مامورينو په دغه برید کې د طالبانو یو قوماندان له څلورو ملګرو سره يې وژل شوى دى.
د رارسېدلو خبرونوله مخې: له دغو مرکزونو څخه لسګونه جنګي وسایل او هغه سندونه چې په پاکستان کې له ځينو کړیو سره د طالبانو اړیکې ښيي؛ هم د پوځیانو لاس ته ورغلي دي.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.